All Ghani khan Poetry in Pashto Text - Pashto Poetry by Ghani khan baba

All Ghani khan Poetry in Pashto Text - Pashto Poetry by Ghani khan baba 


Pashto poetry by Ghani khan baba in Pashto text and in English text.

we have collected very special poetry of your beloved Ghani Khan baba. This kind of poetry is not available on the internet in the text form of Pashto language which you can copy and paste and can share with your friends. If you know some more poetry of Ghani khan baba which we missed here then please help us and post that poetry in the comment box. This post is a special tribute to the great poet of Pashto Langauge Ghani khan baba, so make sure you share this poetry with your friends and family.


We have captured this poetry to help you improve your Pashto and preserve this poetry for our young generation who is leaving their mother tongue Pashto. Pashtuns are proud of their language and they always support their poets. Poets are the assets of any language. Ghani khan along with Rehman baba and other poets take Pashto literature to another level.

And what do you think about Ghani khan baba lets chat in the comment box. pray for Ghani Khan baba.


Some details about khan baba Pashto poet every proud Pashtoon should know this.


Born: 1914, Hashtnagar

Died: March 15, 1996, Chārsadda



Ghani khan Poetry in Pashto
Ghani khan new poetry


dozakh poetry by Ghani khan baba
Ghani khan Poetry in Pashto
Ghani khan baba poetry nazam



redi gul
Ghani khan Poetry in Pashto
Ghani khan Poetry in Pashto 




Ghani khan 2 lines poetry


څوک دې ماته وُوائي

څه رنګې شیدا شي څوک؟


Suk dei mata wayi

che sei ranga sheeda she suk




څوک چې چاته وُخاندي

ولې پۀ خندا شي څوک؟


Suk che chata ogory 

wale pa khanda she suk?




ستوري د غره څوکې تۀ

غلي شان بېګا وُوې


مینې پۀ ژړا وُوې

حسن پۀ خندا وُوې



ماته مُسکو سترګو کښې

ښکلې دلربا وُوې



ولې څوک زړۀ وُوبائېلی؟

څه رنګې شیدا شی څوک؟



څوک چې چاته وُخاندي

ولې پۀ خندا شي څوک؟





ستړې سترګې مې کړې پټې یا اللّٰه

زما خوښه نــه ده ستا   وړه   دنيا!



خوب نه جوړ خمار شو، د فراق نه لېلې جوړه شوه

خانده  غني خانه  بيا  دي  ورانه  دنيا  جوړه  شوه



څوک چې چاته وُخاندي

ولې پۀ خندا شي څوک؟

غنی خان




چی خړ مخی ورور پښتون مخی له درشی

درنه هیر به ټول خایست ده بهر و بر شی

غنی بابا




‏د مستۍ دا دومره ډک زړه

بس پيدا دې وسوسو له؟

 غنی خان بابا




زۀ یم ناست ځان له جانان یو تصور کښې جوړومه

کله یې سترګې تورومه  ،  کله یې شونډې خکلومـه

 غنی خان بابا



شــملې پــکې د سپــو پـه سر، پــښتو پــکې لــغړه

‏ځــوانۍ پــکې قــتليږي واکــدار د کــلي ډم دى

غني خان بابا



دلبر د واړو دلبـــــــــرانو دی دلدار زما

سردار د واړو سردارانو دی سردار زما

غنی خانؒ


څه په ناز غني ته خاندي

چي    دلبر    دلبر    کوي



چی بڈا شی خلہ کڑشپہ بیا توبہ توبہ دسہ کڑی     

   ہغہ خہ دبدو بد وی دناکام چی تہ خہ کڑی




سترګو د جانان کښې زما ښکلي جهانونه دي

وا دي خله دنیا زہ وږی ستا د دنیا نه  یم

غني خان بابا



دا دنيا دا خرو ګلا ده ګيه وړى بارونا

غمونا دا۔ پرون دى دا سبآ در اميدونه۔



Ghani khan poetry on mother


عبدالغنی خان 

نظم: مور 

ګرچه خاورو کښې دې پټ وجود ستا مورې !

ماته يادې هغه شان ستا سترګې تورې

مورې! ستا لاسونه مانه نه دى هېر

چې تکلېف کښې به زما نه وو چاپېر

ستا د خولې قصې يادومه هر ماښام

د ګنجى د هره مونې د بهرام

ستا وهل د بل د مېنې نه خواږه وو

ستا کنځل راته د بل دعا نه ښه وو

يا چې ما به ډير خراب وکړل کارونه

او بابا به لړزول مځکې آسمانونه

ته به وې زما ملګرې زما مل

او زما سلګو سره به تا ژړل

مورې ياد دې ماته آ وړوکې ټال

چې تا زه به زنګولم کال په کال

ستا جوټې جوټې سندرې او خندا

چې به ئې سپک لکه د باد کړو زړه زما

يا چې ماته به له قسته شوې په قار

زما اوښکې به دې بوتلې په زار زار

مورې ياد دې ماته واړه اخترونه

چې به تا په ښکلى مخ کيښول خالونه

په جګړو به دې زه کړمه پاک ښېسته

ما به ځان کړلو په خټو ابته

تابه ووهلم بيا به دې کړم ښکل

په خندا به دې زما کنځل زغمل

ماته ياد دې هغه شان ستا موسکې شونډې

ماته ياد دې هغه شان مېلو ته منډې

چې ماښام به ستړې کور ته راغلم زه

ستا په غيږ په الله هو به شوم ويده

مورې ماته ياده شپه ده يوه توره

چې زما وجود وو ګرم د سره اوره

زما سر کښې وو شغار د جهازونو

او غواږونه مې کانړه به آوازونو

زما هر مورې ته تا به وې قربان

زما هر وئې ته به تا کاوه ګريان

مورې ماته يوه بله ورځ ده ياده

چې زمونږ کور به لړزيدلو له فرياده

وه ډير يخ شان ستا لاس نازنين

ګلابى ننګى ستا وه بې رنګه سپين

ته موسکئ په خوب ويده وې پاڅيدې نه

ما ژړل درته او ته راويښيدې نه

ما وې مورې مورې تا قربان ونه وې

وې پرته خاموشه ګل په خزان سوې

ما ژړل او ته ويده وې خنديدلې

ما ژړل او تا تپوس نکړو چې ولې ؟

ګر چې خاورو کښې دې پټ وجود ستا مورې

ماته ياد دې هغه شان ستا سترګې تورې





ليوانيا مکه څه ده

ملا کور دا يو عاشق دے

کوټنړي دى ګنى ډيرے

دا هما ورب خالق دے

ليونيا نشه څه ده

ملا دا په سيل واتا دى

دا مستي رنګين محل کے

دا واته ننا وته دى

ليوانيا ته يے څوک

ملا زه دا چا ارمان

زه يو ګل دا چا دا ګوتو

پروت په پښو کے دا جانان





چې جهان تیاره تیاره شی

 اؤر شی تندر شی غذاب شی

 زه پښتون د پښتو غر شم 

نه یرېږم نه نړېږم 

چې د علم په جهان کښې

 د اوښیارو خوا کښې کښېنم

 هم هغویې پورې خندا کړم

 هم په ځان پورې خندېږم 

په فکرونو لیونے شوم 

په لټون لټون شوم ستړے

 خو اخر دغې له راغلم

 نه پوهېږم نه پوهېږم

شاعر : غنی خان بابا





لاړه ننۍ دنیا دې تـرمې ترمـې لاړه

او نن مُلیان هم کوی متیازې په ولاړه

تُرکو نه دې ډمه د دهلی د بازار جوړه شوه

سحر د یو په غـیږ کښې ناسته اوس بل ته ترغاړه

غرق شو هندوستان هیڅ د وتو درک ئې نشته دې

ګـوته د جناح چې د ګاندهی په کونه لاړه

مــصر او فارس دې ګـوډاګی د بل د ګوتو دی

دغـه پـروت اسـلام دې ورته ژاړه ژاړه ژاړه

غنى خان


pukhtiioon poetry

poetry in old pashto



زه به دا صحرا ور نکړم ، د ایران په ګلستان

دلته زه یو او یکتا یم ، هلته زر زما په شان

چار چاپیره سپیرې خاورې ، زه یوازې یم روښان

دلته دې تور ریګستان کښې زه د رنګ او نور لمبه یم

د ښایست چپه نغمه یم ، کرشمه د لامکان

ستا په باغ کې په زرګونو دي ګلاب زما په شان.

~غني خان




خاونده بیا سپرلې شو دنیا یو کال واړؤ

چا په ژړا واړوؤ، چا په وصــال واړؤ

چا د نتو په شان په ساګ او دال واړو

چا د صاحب په شان د بل په مال واړو

څوک په سفر لاړل بلخوا ئې مال واړو

چا د جانان په سر د خاورو شال واړؤ

چا د ګُنګرو په شان په شرنګا شرنګ تيرکه

چا د سپوږمۍ په شان په رڼا رنګ تيرکه

او غني دا ه‍ـــم ربه لکه پخـــوا واړؤ

څه ئې په خندا واړؤ څه ئې په ژړا واړؤ





د حورو د مستۍ غېږه تاوان دے غني خانه!

سړے دے او ایمان ئې لا ګمان دے غنی خانه!

ستا سر باندې دا ستا د خداے لاس دے زهٔ ئې وینم

دا ستا لاس کښې د کوم خداے ګرېوان دے غني خانه!

د زړهٔ زور او د سر غرور ئې خداے مهٔ کړه چې مات شي

دا پښتون وطن سم غني خان دے غني خانه!



malgaro da post darsara share kai


دا په زړه دننه اور مې

که يه وژنمه ورکيڔم

کم يي نه وژنم سوزيڔم

لوګي کيڔم, ايري کڔم

لکه شمه بدنصيبه

يا به سوزم , يا به مرمه

لا به ځان تالا کومه 

لا به تور درياب ته ځمه 

بس دى بس که لونيه

دا د ولي ولي باب

جام که ډک سترګي که پټي

ټنګوه دي خوڔ رباب

ورنزدي شه ورنزدي شه

چي د يار شونډي شکري 

رو په مينه مينه وکړي 

دوه خوڔي خوڔي خبري

توري سترګي يه بليڔي

لکه شمي د معراج

دغه سرو شونډو کي اور دي 

اور دي هم د اور علاج

په سرو ګوتو کي جنت دي 

که دوڔخ دي که بقا ده

سوزه سوزه خانده خانده 

ژاړه ژاړه دا دنيا ده

غني خان بابا





سوک   پہ    ساز   کے 

سوک پہ خُگ،  سوی رباب کے

سوک پہ مستہ ترانہ کے 

یو ٹپہ،  بل  افسانہ کے

ھر وخت ھرہ زمانہ کے 

پہ فراق،  پہ  یارانہ کے 

بس د خپل ژوندون قصہ دہ

پہ ھر مخ  د  دے  کتاب کے 

سوک ئے وئی پہ مڑاؤو سترگو

سوک پہ مست رنگین رباب کے 

سوک د تال او حرکت نہ 

کڑی ژڑا او خندا جوڑہ

ٹول وجود ئے یو ارمان شی 

چی د غم کڑی گڈا جوڑہ

لاس او خپے د گلو سانگے

د بوڈئ ٹال پہ حباب کے 

داسے خیشت،  داسے رنگونہ 

نشتہ نشتہ پہ گلاب کے 

خو ھم ھغہ یو ارمان دے

دے د تال او شڑنگ دریاب کے

ھم ھغہ یوہ قصہ دہ

پہ ھر مخ د دے کتاب کے

سوک  ئے  سا  ٹکی  راواخلی

پہ خپل اور ئے سرہ لمبہ کڑی

یو مستی سرور ترے جوڑ کڑی

پہ  جانان  ئے  صدقہ  کڑی

کلہ ئے ڈوب کڑی خپل خمار کے

دوی ھم زان سرہ نشہ کڑی

کلہ تور غمگین ماخام کے

دوی یو غم کڑی یو تیارہ کڑی

یو بے وسہ مایوسی شی

نا امید ورک ماتم شی

یو بے نومہ اضطراب شی

سوے لوے پرے ادم شی

د سرو جام د میخانے کے

د جومات پی سپین محراب کے

د صوفی پہ پٹ سرور کے 

د عاشق د عشق شراب کے

د شاعر د لاس کمال کے 

پہ جنون،  پی اضطراب کے

بس یو رنگ دے چی زلیگی

ھم جانان کے،  ھم گلاب کے

ھم پہ ساز کے،  ھم پہ تال کے 

ھم پہ خُوگ،  سوی رباب کے

یو خوا تور مغرورہ مرگ دے

بل خوا ژوند یو رنگین خوب 

یو خوا غم،  درد او تیارہ دہ

بل خوا مست شان لیونتوب 

یو خوا ژوند یو بے وسی دہ

لویہ   تورہ   مقبرہ     دہ

بل خوا ژوند یوہ مستی دہ 

د امید ارمان نشہ دہ 

پہ یو سوال دے ھم پوئی نہ کڑم 

د ژوندون پہ لوئی کتاب کے

دغہ سوال بس دغہ سوال دے

ھم پہ رقص،  ھم پہ رباب کے

عاشق مینہ کے سرور کے 

شاعر غم او اضطراب کے 

ھم ھغہ یوہ قصہ دہ 

پہ ھر مخ د دے کتاب کے

خان عبدالغنی خان بابا جان






ځواني چې چا کې ډېره شي يا غل شي يا ولي شي

چې زور په چا کې ډېر شي يا يزيد شي يا علي شي

چې مينه چا کې ډېره شي نبي يا لېونی شي

چې علم چا کې ډېر شي يا شيطان شي يا فقير شي

چې وس د وسه ووځي يا نصيب شي يا تقدير شي

چې وخت د توله ووځي يا قيامت شي يا وصال شي

چې صبر چا کې ډېر شي يا ملنګ شي يا باچا شي

چې کبر چا کې ډېر شي يا فرعون يا دنکاچا شي

په چا چې کينه ډېره شي يا تخت شي يا تخته شي

په چا چې نفل ډېر شي يا ټټو يا پرښته شي

د چا چې بخت راويښ شي يا مجنون شي يا ليلا شي

په چا چې تهذيب ډېر شي ملولی يا ملولا شي

غنی خان بابا




ګناہ ګار یم ګناہ ګار  یم

ھم د خدائ ھم د دلدار یم

بې وفا پہ محبت کښې

نفس پرست او بې اختیار یم 

غنی_خان 




چه زه ټول عمر زلمي يم .

زلميتوب به يو عذاب شي.

زکه وس راباندے ګران دے.

چه ئي هيش شي زر تمام.

تل سپوګمي دا څوارلسمي.

تل جانان دا شپاړسمي.

تل زواني سند دا شرابو.

دا آفت دي که انعام.

دي دنيا پسي به ژاړم.

دا تياره حلال به غواړم.

هره ورځ به يادوومه.

هره لړه دا ماښام.

غنی خان



دا خو دنيا ده په دنيا پسي خبري کوي⁦⁩

يو ته خو نه يي چه په تا پسي خبری کوي

دلته د هر چا پر لمن د تهمت داغ لګيږي⁦⁩

نور خلګ پريږده په ملا پسي خبری کوی

دچا خبرو پسي مه زاا چاته غوږ مه نيسه⁦⁩

د دوی عادت دی په هر چا پسي خبری کوی





خدايه وکړم د غنچي ســــــــــــــره خــــــــــندا

که د خوار غريب بلبل ســــــــــــره ګـــــــريان

خدايه وګورم د خپل يـــــــــار ښکلي مخ ته

که د خپل سوي زړګي شـــــــــم تــــــماشان

خدايه وويريږم ستادلــــوي دوزخـــــــــــه

يا که تمه کړم شروع د حـــــــــــــور غلمان

ته مي پو ه کړه ته مي پوه کړه نه پوهيږم

چه زه تا  کړمه خوشـــــــحاله او که ځان

               غني_خان



په میئن چې شي میئنه

‎یارانه نۀ ده ده بیوپار دی

‎چې پۀ غم ارمان بدل کړي

‎دغه مینه دغه یار دی

‎که مجنون پۀ لیلا ورک ؤ

‎په مجنون ورکه لیلا وه

‎چې فرهاد مسکی او مست ؤ

‎شیرینو هم پۀ خندا وه

‎دا نۀ مینه نۀ وفا ده

‎خوشالي مستي ګټل ؤ

‎په چینجي کې وزرونه

‎د لولکې ټوکېدل ؤ

‎دا د سود ګټې قیصې وې

‎بندګي قرباني نه وه

‎د مجنون د زړه مستۍ له

‎د لیلا څوک ثاني نه وه...

‎(غني خان)





 ‏زۀ یو ګل د چا د ګوتو 

پروت پۀ خپو کښې د جانان.


غنی خان!





Chee Mee Zree Mastt Woo , Dunya Wa Masta

GulooNaa Woo Masst , Lailaa Waa Mastaa

iChee Mee Zree Doob Shoo , Dunyaa Bodai Showaa

GulooNaa Mraweyy Shoo, Lailaa Bodaii Showaa !!





قانون مړ شی، زور نادر شی، نر تالا ګیدړ دلیر شی 

بی غیرته غیرتمند شی، سپی غړمبیږی ببر شیر شی

خان عبدالغني خانؒ




بادشاهي هغو له‌ ورکه چه زغملی ئي شي زور

چه په لاس لکه قصاب وي په‌ خصلت لکه منګور




لاس او خپی می سہ دی،دا خو خاورہ دا ڈیران دی۔

دا خو ستا غنی نہ دی دا دہ خلقو غنی خان دی۔





نرګس مړاوې مړاوې مړاوې ګورى

د بلبل آوازلټى

دا څه وجد څه مستى ده ؟

چې الله ترې آدم جوړ کړ

که معشوق د مينې ساز له

د عاشق آواز لټئ

نه دا غم د فلسفى دې

نه دا رنګ د ليونې دې

د ګونګرو شړنګار روان دې

حقيقت د ساز لټئ





Che Da Sakht Jami Makham V,

Hum Tyara We Hum Baraan V,,,

Che Tofaan V Dair Pa Zor Ki,

Ao Che Khwa Ke Me janan V,,,,

Zaar Sham Dasi Makhami Na,

Raba Dasi Di Mudaam V,,,,

Che Yao Khushay Bayaban V,

Na Dukhman V Na Dostan V,,,,

Che Sta Laas V Zama Laas Ke,

Bus Hum Dasi Mu Guzran V,,,,

Zaar Sham Dasi Makhami Na,

Raba Dasi Di Mudaam V,,,,

Bia Che Khob Pa Ta Ambar She,

Sta Pa Khula Zama Labaan V,,,,

Hes Parwa Ba Me Bia Na V,

Ka Me Rooh Rana Rawan V,,,,

Che  "GHANI" Trena Zaarigi,

Ao Ashna Me Deer Nadaan V,,,,

Zaar Sham Dasi Makhami Na,

Raba Dasi Di Mudaam V,

Raba Dasi Di Mudaam V...




ghani khan poetry about life

jwand bara ke ghani khan ghazal


لکه کال کښې سپرلى او خزان

لکه روح کښې سبا او ماښام

لکه سيند کښې چپى او غلې شتې

لکه ژوند د مرګ دې غلام

لکه تله ؛ د مستئ حلاصيده شته

تشيده ؛ ماتيده ؛ د هر جام

ژوندون څه دې يو سيند دې روان دې

اول لوې لوې موجونه ګټونه

بيا تش شړ شى چپې ئې وړې شى

غلې لږې شى ډير شى ډبونه

اول هر يو غرزنګ کښې ورانې کئی

ورانه وې غورزوې لوې لوې غرونه

اول هر څوک روکئ پوره کړى ځان

بيا د بل شى روان کئ نهرونه

دريابونه لوټ لوټ کړې فنا کړې

غرځنګونه لښتې کړى تالا کړى

يا ئې هر څوک د خپو لاندې دل وى

يا مړئې شى حدمت د هر چا کړى

ځان کړى روک خو نرګس او ګلاب کښې

په زرګونو سيندونه پيدا کړى

                 ژوندون

ژوندون څه دې يو باغ دې لوئيږى

روکيدل دى د خيشت زياتيدوله

خپل ژوندون خپل سنګار ورکول دى

سوزيدل دى د ژوندون خوريدوله

د انګور په شان روک فنا شه

چې خمار شى د چا سترګو له

د منصور په شان اوخيږه دار ته

څه بهانه لټوه رسيدوله

ژوندون څه دى يو خوب دى ليدې شى

د خندا او ژړا واک د بل دې

يو دوران د سحر او ماښام دې

د ماښام او سبا واک د بل دې

يو رنګين شان محل د هوا دې

د هر ګوټ د هوا واک د بل دې

باغ د بل په ګلونو زه پړ يم

غم زما د خندا واک د بل دې

                ژوندون

ژوندون څه دې يو ساز دې غږيږى

کله پوست ؛ کله زير ؛ کله بم 

کله اور سوزيده شور غوغا شى

کله غلې ؛ قلار ؛ شومه دم

کله شړنګ د ګنګرو شى خمار شى

کله يخ اسويلى  او ماتم

کله تال مستانه د خيام شى

کله سپور ماښامونه د غم

که وى تريخ ؛ که وى خوږ ؛ تيريدې شى

ژوندون څه دې يو خوب دې ليدې شى







اې د هر چا دلبره!

اې بې وفا دلبـــره!

شه بس زما دلبـره!

ظلم کول وران دي

هم مې نژدې هم لرې

ستا سترګې کړي خبرې

څومره ښایسته بشر یې

تاته کتل ګـــــــران دي






‏چي نشه شمه د خپله ځانه اوځم

لکه اوځي چي تنزري د پنجري نه

مست زړګي دغمه دا رنګه اوچت شي 

لکہ ګل پورتہ کړي سر د ادیرې نہ

غنى خان بابا





‏چې په رګ رګ کښی دې اور شم

یو لمبه ېم چی رپېږم،

دا ځه نور ېم چی پړقېږم

که سرور ېم چی سوږېږم،

حقېقت مې نشته باد ېم

مستول کوم هم مستېږم،

په خندا کښې مې ژړا ده

په خفا سترګو خندېږم،

غنی خان





سر غـــــــني، سرورغني، يار غني، خمار غني

غږ غني، غـزل غني، باغ غنـــــــــي، بهار غني

ساز غني، اهنګ غنـي، بنګ غنــي، لونګ غني

نر غني، سالار غــــني، تاج غني، تاجدار غني

باب غني ، رباب غــني، تاب غني، کتاب غني

فن غني، فنکارغني، هار غني، خاکــــسارغني

جام غني، جنون غني، لال غني، هلال غــــني

چنګ غني، فرهنګ غني، سار غني، سـتارغني

ناز غني، انداز غني، نـــــنګ غني، ملنـګ غني

رنګ غني، رنګ رنګ غني، ګل غنـي ګلزارغني

زه وفا، قـــــــربان له تا، ته زما، زما بابا غـني

بازغنــــي، جانباز غني، لارغنــي، اقرارغــــني







غنی خان

اې د ستــورو سپــــوږمـــــو خانہ

پہ نوړېۍ ډوډې ئې خرڅ کړې

دغہ خلـــــقـو کښ پیــــدا شــــوم

ســتا د حــــــسن کـــــــــړم قـــــیصہ

اې   ځــــــما   جـــــانہ   جـــــانـــــانہ

اې  د  نـور  او  حـــــــــــــسن خـانہ

چــــــــــرتہ خــــــــــوب کـــــــــــښ دې

غــــــنی خــــو پہ دې مـــله وټپوه




Ghani khan poetry abut Quaid Azam and Pakistan


د هندوستان د تخت په قدر که اورنګ پوهيږي

خو د جونګړې په عظمت باندې ملنګ پوهيږي

اى غني! هسې د رباب تارونه څه له شلوې

بې زوقه خلک نه په راګ نه په رنګ پوهيږي

ما چې د دين فلسفه څومره پورې وکتله 

سړى به نه يم که ملا صاحب په شړنګ پوهيږي

دا خو زموږ د جونګړو ملنګان دي غني

چې هم په ذکر او هم د رباب په ټنګ پوهيږي






















زړهٔ کښې ډوب دَ وسوسو درياب بهيږی

جوړ به کله دَ اُمید رنګين آبشار شی



ژوند چې يَو تور تم شي د سپوږمۍ ستورو رڼا نۀ وی

زۀ شمه مشال ځان ته پخپله رڼا جوړه کړم. 

  (غني خان )



ھر سړے سيند دے روان کله مست اَو کله ورو

کله غَر کله ميدان کله غلے پۀ ميرو. 

(غني خان )



يو دَ سپوږمی څاڅکے دَرنه ټيک له دَ يار غواړمه

زۀ يم دَ خوبونو دَ لالونو ګدا نۀ يم.

 ( غني خان ) 




چې ژوندون د مرګ د ويرې  د غلام په شان را غونډ شي.

دغه وخت کې فرق ورک شي  په ساقي او په امام کې.



.Ghani khan is a very great poet of pashto language


غني خان

ماله  بله  لاره نشته ده  جنون  او ده  جانانه

ګني خوښه مي خندا ده ‌‌‌‌‌‌ډیره ‌‌‌‌‌‌ډیره ده جړا نه



پرتوګ دی ياره نشته خو شمله نيغه د خان

شل ښځې دی ساتلي هو سحر وايي اذان

غنی خان بابا



غی وئی اجل ملا تۂ اورے کۂ نۂ اورے،

تشہ خاورہ نۂ دے غنی څنگه به شی خاورې؟




کم عقل زړه  مې سره ګلونه  غواړي

دا سپین ویښته، مجبوره تن نه ویني

د  پرون  مست   د  ګلو   باغ   یادوي

د نن  دا  تور  سوی  چمن  نه   ویني

                             (غني_خان_بابا)



Pashtuns people love Ghani khan baba very much


‏بیا مســــــتی د خاوری ګوره او ټوپونه د آدم

کله شرنګ د هوا خوا کښې کله زیر او کله بم

د تقدیر کــــړې کــــه سسته بیا زما ګډا ته ګوره

ستا د عرش په منارو کښې لیوني خندا ته ګوره



Poetry in Pashto by ghani baba




ماتم وۀ د خانانو د میاګانو ډک کمونه

پخې پخې خبرې وې او کلک ئې دليلونه

د ټولو په نظر کښې يوه لړه،يو ارمان وۀ

ورک شوی ترې منطق کښې وو د حسن اميدونه

د مرګه يريدل داسې چې ژوند وۀ ورته اور

د ټولو سترګې وازې لکه اسپې تريدلې

خفه خفه خبرې او پاستۀ ئې اوازونه

چې زۀ شوم ورښکاره يو يار مې بل يار ته لګيا وۀ

لاله د يرې مړ شم چې د مرګ مخ راښکاره شی

چې فکر مې ورساز شی زړۀ مې ولويږي خوريږې

د ژوند هر يو اميد مې د ايرو ذره ذره شی

يو تور غوندې ښامار وازه خلۀ ناست خوری عالمونه

هر چا ته چجه شوے په هر چا د دۀ حمله شی

نۀ ځوان ګوری نۀ زوړ د قهر اور دے هر څۀ سيزی

که فکر ورته وکړې ژوند يو ټوقه نۀ ده سره لمبه ده

څۀ مطلب د ژوند شو چې ئې خاورې خاتمه شی

وې وايه لاله وايه څۀ په پته خو مې پوئې که

په کوم هنر به جوړه د ژوند ورانه ماشوړه شی

کۀ تا پکښې څۀ خوند مطلب ليدلے وی نو وايه

زمونږ په خيال خو ژوند يو د دردونو دے کاروان

ګوتم بوډا رښتيا وې چې پيدا شوې نو تباه شوې

دا داسې جواری ده،هر يو داو ئې د تاوان

يا لس کاله يا شل سړے په اور افت کښې تير کړی

اخر ئي چرته تورو تارخانوته کړی روان

د هغه ځائې خبرې قياسونه دی دعوې دی

په عقل چې ئې ګورې خرافات هر يو بيان

لږ عيش،لږه ځوانی،مال محبوبه،بس دغه وايه

بس يو خيام خبر وۀ نور ړاندۀ دی شاعران

زما په خوا کښې ناست يو ليونے وۀ په خندا شو

وې واوره دا خبرې د باچا د دسترخوان

وې دا ژبه د پيريانو،د دې ځائې دے بيابان

دا نشته په کتاب کښې د منطق او د امکان

نو ټول ترينه راتاو شو ښۀ خيشته اوښيار مخونه

په سترګو کښې تيرې وې خو تندی ئې وو روښان

وې وايه ليونيه خلق وائی تۀ مرګ ته خاندې

دا دې کښې د خندلو څۀ خبره ده اشنا

لږ مونږه هم خبر که کنه يار چې په آرام شو

کۀ تا چرته کښې پټه وی موندلی مامله

هغه پاسيد په سپين ديوال ئې سپينه کرښه راښکه

وې خان دغه جواب دے د رشتې د مرګ او سا

هغوی چشمې کړې پاکې وې والله کۀ مونږ څۀ وينو،

په سپين ديوال سپين خط چرته ليدلے شی بابا

هغۀ وې کۀ مرګ نۀ وۀ ژوند به هم دغسې ورک وۀ

چې عقل د انسان کئ بس دا فرق اندازه

چې سورے او تيارۀ نۀ وی رڼا نۀ شی ليدلے

د ړوند نظر کښې تل وی يا تيارۀ او يا رڼا

چې دواړه پکښې راشی رنګ خائشت حسن ترې جوړ شی

کۀ مرګ نۀ وۀ دنیا کښې څوک به څۀ پوهيدۀ په سا؟

ټول حسن د ژوندون د مرګ د تورو سترګو نور دے

د دۀ په تور جهان کښې ټول رنګونه د دنيا

کۀ مرګ نۀ وۀ ژوند به نۀ وۀ کۀ بد نۀ وو ښۀ به څۀ وو

که توره بلا شپه نۀ وے چا څۀ کاوۀ سبا

راځه زما ګلابه،ژوند او مرګ دواړو ته خانده 

په دواړو کښې يو هم نۀ دے لايق ستا د ژړا

کۀ خواه مخوا ژړا درځی انسان ته ځان ته ژاړه

چې دغه په رښتيا ورک ګوډاګے دے د ژړا يو حسن

يو حسن رب ورکړے دے چې ژوند له معنی ورکړی

او دې غريب تې ځان ته جوړه کړې ده بلا

خزان کۀ نۀ وۀ نو يو ګلاب يوه ميوه به نۀ وه

کۀ مرګ نۀ وۀ ژوندون به يو ورک خوب وۀ په دنيا

کۀ نۀ وے سمندر نۀ به جهاز نۀ به بيړۍ وه

کۀ نۀ وے بوډاتوب ځوانی به څۀ کوله چا؟

يو زهر دې ځوانۍ له او مستۍ له او رڼا له

د ژوند چينه د خضر چې ياديږي په دنيا

انسان د ريدی ګل دے،د دۀ کور دے په بيابان

بهار د دۀ ځوانی ده خو ژوندون ئې دے خزان

که يو منی خطا شو شی به ورک هر ګلستان

او ورک شی هغه سات د دۀ د هوشه د احساسه

کوم شے چې ورته شی قائم دائم او جاودان

دا ژوند کښې چې څۀ خوند دے مرګ جوړ کړے دے ځان

کۀ مرګ نۀ وۀ ژوندون به وۀ د ورکو ورک جهان





all credit goes to ghani khan baba


شاندانه

Ghani khan poetry on her daughter


اوه یوه زره د نور ده

شوه دریاب کښې د ښیست ډوبه

په خوبونو د ځوانۍ کښې

یوه شغله د نور پیلے

دا نرۍ د هلال شونډی

دا د دوو ستورو رڼا ده

دا د هغه خوب تعبیر دے

چې وو ما او تا لیدلے

دا هم زه یمه هم ته ٸې

هم زما او ستا خوبونه

دا هم ګل دے هم بورا دے

هم سازونه د بلبلے

دا چې ستا نیازبینو ګوتو

د ازل څانګے ته لاس کړه

دا ګلاب ٸې ترې راواخیست

په نورونو لمبیدلے

دا چې زه په پټو سترګو

د مستۍ دریاب کښې ډوب شوم

دا مې لال تاله دلبرے

د تیارو راخیژولے

دا چې ما غمګینے سترګې

په ژړا کړې بره پورته

دا زما د غم جواب کښې

سپوږمۍ ګل دے رالیږلے

دا اُوبه د دوؤ چینو دې

د دریاب په طمع درومې

ربه جوړ ترې اباسین کړې

په ګلونو کښې بیدلے



‏دٙ "زړه" او "سر" په مکالمه کښے "سر" ته  دٙ " زړه" جواب

دٙ آدم نه دٙ دی راز پښتنه وکړه

ټول جنت یې کړو په ده باندی نثار

یا تپوس دٙ ارِني موسى نه وکړه

لاړ شه وپوښته یو ورځ دٙ حرا غار

دٙ مجنون یا دٙ فرهاد نه سلا واخله

یا منصور ته وایه ولی شوی په دار

‏‎منصور ځان کښے موسى طور کښے نور ليدلو

په څه کوم ليلى مجنون کړ بے اختيار

يو معشوق په بل بل رنګ په بل بل لباس کښے

خندوى او ژړوى هزار هزار

جلال يو دے جمال يو دے کمال يو دے

هر عاشق ٸے وينى مخ کښے دٙ خپل يار

  جناب غنی بابا



ھر سړے سيند دے روان کله مست اَو کله ورو

کله غَر کله ميدان کله غلے پۀ ميرو.

 (غني خان )




‏ولې جوړ دې د یار سترګو کې جنت کړو

ولې تریخ دې کړو بیلتون او خوږ وصال

خدایه ولې دې ځوانې هر چا له ورکړه 

خدایه ولې دې پیدا کړل امیدونه.

غنی خان بابا






سپـیـنـه  شـمـع  د  مـحـفــل  په  خندا  وائی

 د  رڼــا  ســره  د  ســولو  ســمام  هم  شته

دا  ویل  لـــېــونـــی  ډک  دریــاب  لـــه  لاړه

 آؤرو  بـل  چـــرته  یـو  ښکلی  مقام هم  شته

ځـو  ورځـو  چې  د  مُـلا  دروغ مـعـلـوم  کـړو

دی  وئ  هـلته  د  مـستـې  انتـظام  هم  شته




غنــی خان

یا بې جړو ونه زه وې او یا بې پروا مارغه وې

یا د نیم آسمان وې ستورې یا د سیند د مینځ اوبه وی

یا قطره وې د شبنم زه نه مې پلار نه مې نیکه وې

نه مې دوست نه مې دشمن وې نه مې بد نه مې ښه وې

دا دنیا به لوې جنت وو که رشته نه وې سر څه وې

خدایه زه به شتا عاشق ووم که ته وې ستا رتبه نه وې

عاشقی به بزرګی وې که عاشق وې معشوقه نه وې

رښتیا زه که خپل ووم یا به زه ووم یا به ته وې

هئی د غره سره او اوره که غنی وې څه به ښه وې





د چا نه خفه دے او د چا،ته په قار دے

په ژمی واره شی په اوړی انګار دے

پلار ئې ژوندے دے خو دے په خپله پلار دے

په کمزوری سقر،په زورورو ګل او ګلزار دے

په بډه ئې پياز دے خو په سر ئې دستار دے

په لاس کښې ئې تيغ دے په خلۀ کښې ئې ښامار دے

د شيطان مريد دے خو د خدائې تابعدار دے

خبره ئې يوه نه منی،خو هسې ئې يار دے

په خلې خوږه لکه کوګ،تش ايمان ئې د پوګ

يارانه ئې ليقړۍ لکه سخا اريړه 

کله مياؤ دپيشو،کله غپ د خړو

کله هم د زمری،کله بړ بړبړو

کله شړنګ د ليلی،کله رنګ د ملا

کله شپول،کله زور،کله ګل د لاله

کله پرې د سخوندر کله سويا د ديوث

د دۀ شان د حاتم او ايمان د چړوس

د دۀ ست د ګونګټو مريړا قريړا

يارانه ئې ليقړۍ لکه سخا اريړه

غنی خان بابا





ﭼﻲ ﯾﻮ ﻣﺴﺘﻪ ﺷﺎﻥ ﻧﺸﻪ ﻭۍ

ﺳﺘړﯼ ﺯړﻩ ﻣﻲ ﭘﻪ ﺩﻣﻪ ﻭۍ

ﯾﺎ ﭼﻲ ﺗﺨﺖ ﺩ ﺳﻠﯿﻤﺎﻥ ﻭۍ

ﻣﺴﺘﻪ ﺣﻮﺭﻩ ﺭﺍﺳﺮﻩ ﻭۍ

ﭼﻲ ﻧﯿﮑﯽ ﻭ ﺑﺪﯼ ﻧﻪ ﻭۍ

ﻧﻪ ﺷﯿﻄﺎﻥ ﻧﻪ ﻓﺮښﺘﻪ ﻭۍ

ﭼﻲ ﺟﻨﺖ ﺍﻭ ﺩﻭﺯﺥ ﻧﻪ ﻭۍ

ﭼﻲ ﺳﺎﻗﯥ ﺍﻭ ﻣﯿﺨﺎﻧﻪ ﻭۍ

ﭼﻲ ﻓِﻀﺎ ﻭۍ ﻣﺴﺘﻪ ﻣﺴﺘﻪ

ﭼﻲ ﻣﻮﺳﻢ ﻭږﻣﻪ ﻭږﻣﻪ ﻭۍ

ﺑﺲ ﭼﻲ ﺯﻩ ﻭۍ ﺍﻭ ﺟﺎﻧﺎﻥ ﻭۍ

ټﻮﻝ ﺟﻬﺎﻥ ﭘﻪ ﺗﻤﺎﺷﻪ ﻭۍ

ﻏﻨﯽ _ ﺧﺎﻥ



Poetry on Allama Iqbal by Ghani khan 

ترجمہ دہ اقبال

            

زہ ھــم پـــہ زرو پـــردو کــے پٹ یــــم

         تـــــہ ھــــــم پـــــــہ زرو کـــــــے دننــــــــہ

بس یـــــو زڑہ دی چـــــی ئـــی غشـــے

          نیــــــــغ دہ سَلــــــــــــــــــــــــو واڑو وزی

پــــہ ھـــــر وخت پــــــہ ھـــر مقــــــام

         دہ ھـــــر شــــی شـــــــــکل جُـــــــــدا وی

ھـــــر ســــاعت جھــــان ورانیگــــــــی

         ھـــــــر ســـــاعت جھـــــان جوڑیگـــــــی

دہ جـــونــــدون راز بس سفـــــــــر دی

         دہ اٰبــــــــــــــــــد راز ورانیــــــــــــدل دی

دا پخــــــــــوا اقبــــــــــال زمـــــــانـــہ

         ڈیــــــــر خیشتــــــہ رنگ کـــے وئیلـــــــی





غنی خان بابا

پہ پختو کے دا متل دے

خپل عمل دا  لارے مل دے

دا زما خوارہ جونگڑہ

ما غریب لہ تاج محل دے

چے دے نہ وینم سوازیگم 

ستا لیدل مے ھم اجل دے

زہ دا مرگ نہ نه یریگم 

مرگ خو ھسے ھم یوزل دے 

غنی یار سترگوتہ گورم

نن سہ بیا بدل بدل دے





خاونـــده بیا ســپرلې شــو دنیا یو کال واړؤ

چا  په  ژړا   واړؤ   چـا   په   وصــــال   واړؤ

چا د نتـــــو په شان په ساګ او په دال واړؤ

چا د صاحـــب په شـــان د بــل په مـــال واړؤ

او  غـــنی  دا  هـــــــم  ربه  لکه  پــــــخـوا  واړؤ

څـه ئې په خــــندا واړؤ څـه ئې په ژړا واړؤ



 قارغہ خلہ کڑہ،ژبہ د مار کڑہ

دچرگی عقل کڑہ، زڑہ دسیار کڑہ

مرئ د سپی کڑہ، چی خہ غپار کڑہ

ضد د قچر کڑۃ، غرور پرے بار کڑہ

خٹہ د کلی، ڈیران د خار کڑہ

بیا چرتہ ڑوند، کلال یو یار کڑہ

تالہ بہ نوے، لیڈر تیار کڑہ




خُمار 

چې  نـشه   شمہ د  خپله  ځانہ  اوځم 

لـکه  اوځي  چې تنځرۍ  د  پنجرې نہ

مست زړګی  د غمہ دا رنګه اوچت شي 

لکه  ګـل  پورتہ کړي  سر د  هدیرې  نہ







( عبدالغنی خان )

ٹول غوٹے گلونہ ورتہ سرے شونڈے ولاڑ دی

گورہ لیونی تہ کئ گلابو تہ تقریر

وئ واورئ اے گلونو پہ سپرلی پسے سپرلے دے

دا دی ما لیدلی پہ کتاب کے د تقدیر

نشتہ دے خزان دا خو د لارے مزلکے دے

ژوند چے بندیوان کڑی داسے نشتہ دے زنزیر

زر لکھا خزانہ تیر شو زر لکھا بہ تیر شی نور

دا دنیا بہ دکہ د زوانے او د گلونو وی

دا د چا د حسن شرارے دی روکیدے نہ شی

مرگ او وخت ۓ دواڑہ پہ خپل جال کے رانیوےنہ شی




تا له ملا جانه رب در کړى جنتونه ډير 

اوس پوئي شوم چي ولي دا اوږده کوي مونځونه ډير 

زه به سور دوزخ له خپل غيرت او غرور يوسمه 

ځان سره به خپله حيا خيشت او سرور يوسمه 

اور وى که عذاب وى تيروم به ئي لکه خان 

ته همسا په لاس شړه د ښځي نه غلمان 


 

Ta la mula jana rab dr karri janatona der 

os poye shm che wale da ogda kawe monzoona der 

za ba soor dozakh la khpl ghairat ao ghuror yosama 

zan sra ba khpla haya khesht ao soroor yosama 

aor v ka azab v tera wom ba ye lka khan 

ta hamsa pa las sharra da khaze na ghilman




زه د لوټ تالا کړم دلته

ته به تله کې د څه ږدې

د ګلاب په شان ځواني دې

راته خاورې کړه تباه کړه

تر هغې به مې نچوړې

چې هر رګ مې واویلا کړه

دا لږ ژوند پوټۍ احساس دی

ځي مرګي ته غلی غلی

(غني خان)





زه یو تصویر یم د بل د ګوتو 

بې زبانه خټه یم لاس د کلال کښې

یا به قسمت وي یا به دوزخ وي

او که وي دواړه نو ته رحمان یې





Next Post Previous Post
No Comment
Add Comment
comment url

Advertisement